د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د دوحې د تېرې غونډې په اړه ویلي چې دې ناستې لا هم له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه نه ده برابره کړې. وايي، له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو داسې زمینه، کومه چې چین او د سیمې هېوادونه غواړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیائو یونګ نن شنبه د حوت ۵مه په ایکس پاڼه لیکلي چې دا غونډه د قوي تعامل په برخه کې د عملي اقدام لپاره ګټوره وه.

د دوحې دویمه ناسته تېره اوونۍ د فبروري ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو متلونو د عمومي منشي په کوربه‌توب وشوه چې د اسلامي امارت له چارواکو پرته د ګڼو هېوادونو ځانګړو استازو پکې ګډون وکړی و.

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي همداراز ویلي چې د دوحې تېره ناسته لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له قوله ویل شوي، د اندېښنې وړ سیمې تر پوښښ لاندې نیولي، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو د مرکز په توګه نه کارول کېږي.

يوشيانګ ویلي چې د دوحې غونډې يو ځل بيا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو داسې زمینه برابره نه کړا شوه، لکه څنګه چې چين او د سيمې هېوادونو غوښتل.

نوموړي د دوحې د غونډې له ګڼو ګډونوالو سره یوځای له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتوالي د دوام او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو غوښتنه کړې ده.

د چین استازي ټینګار کړی چې هېواد یې چمتو دی چې له ملګرو ملتونو او سیمه‌ییزو شریکانو په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې په برخه کې زیات کار وکړي.

دغه چینايي ډیپلومات همداراز ویلي چې امریکا باید د افغانستان د بیارغونې، د دغه هېواد د شتمنیو د خلاصون او پر یو اړخیز بندیزونو د لېرې کولو مسوولیت په غاړه واخلي.

نوموړي څو ورځې وړاندې له ګلوبل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې او یو اړخیز بندیزونه دې لغوه کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته همداراز ویلي چې له افغانستان سره د امریکا د ۳.۵ میلیارده ډالرو د همکارۍ صندوق تر اوسه له دغه هېواد سره د مرستې په برخه کې لږ رول لوبولی دی.

هغه ټینګار کړی چې د کنګل شویو شتمنیو خلاصول د افغانستان له خلکو سره د سولې، امنیت، ثبات او د خپلې خاورې د دوامدارې بیارغونې په برخه کې مرسته کولای شي.