د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دې ته په اشارې سره، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په کمښت کې ښه پرمختګ شوی، ټینګار کړی د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې به له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسن د دوحې له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته په ایکس پاڼه ‎لیکلي چې «اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې له دغو هڅو ملاتړ ته به دوام ورکړي.”

د ښاغلي نیکلاسن په وینا، ګڼو ګډونوالو د کوکنارو د کښت د پام وړ کمښت او په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو د لاسته راوړنو ستاینه کړې ده.

بلخوا د دوحې د دویمې ناستې یو شمېر ګډونوالو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي د ستاینې ترڅنګ له یاد هېواد څخه د تریاکو د قاچاق پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې پر نشه‌يي توکو د څارنې دفتر ټینګار کړی و چې په افغانستان کې تولید شوي تریکا پاکستان او ایران ته صادرېږي او هلته ترې لاسته راغلي هرویین اروپايي ټولنو ته قاچاق کېږي. 

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو بار بار په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او قاچاق کې د کمښت ټینګار کړی او د بهرنیو چارو وزارت په وینا چې اوسمهال په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته ټیټ شوی دی.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز ولګېد.