د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې د ا.ا تخنیکي پلاوي نن ایران ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاکل شوې نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د اسلامي امارت تخنیکي پلاوی ایران ته سفر وکړي. وايي، په دې پلاوي کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، ترانسپورت او هوایي چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم شته. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دغه تخنیکي پلاوی به پر بېلابېلو مسایلو له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د مسوولینو په وینا چې د دې سفر یوه موخه د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار آزاد بندر له ظرفیتونو او اسانتیاوو څخه په استفادې او د هیواد د ټرانزیټ او صادراتو د زیاتوالي په برخه کې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د شوې موافقې د عملي کولو په اړه خبرې اترې هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر په ترڅ کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو ۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي وو.