د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وايي چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو ستونزو ته د رسېدنې په ګډون د افغانستان د خلکو ملاتړ ملاتړ ته ژمن دي.

رینا امیري تېره شپه د حوت ۴مه په ایکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو وروستۍ غونډې دغه ژمنه لا پياوړې کړې ده.

اغلې اميري دا هم ویلي چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د امنيتي وضعيت د ارزونې او د دې هېواد په اړوندو بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې ارزښت ته پام وکړي.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړي استازي دويمه غونډه تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب جوړه شوې وه. 

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، توماس ویسټ هم د دوحې د غونډې په اړه ویلي وو چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د هېوادونو ترمنځ قوي اجماع موجوده ده او هېڅ هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د رامنځته کېدو او ګواښ شاهد وي.