د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک د ګډ راپور له مخې، په هرات کې وروستۍ زلزلې ۲۷۵ زره کسان اغېزمن کړي، چې ډېری یې امیندواره ښځې دي.

د دغو سازمانونو په ګډ راپور کې، چې د چهارشنبه (د کب دریمه) خپور شو، ویل شوي، چې دې زلزلې ۲۱۷ میلیونه ډالره مستقیم فزیکي زیان او ۷۸،۹ میلیونه ډالره نور زیانونه اړولي دي.

د دغه راپور له مخې، په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۲۷۵ زره کسان اغېزمن شوي چې له ډلې یې ۱۷۳۵۸ امیندواره ښځې، ۱۷۱۴۶ ماشومان، ۳۹۷۶ کورنۍ سخت معیوب، ۳۲۰۷ لویان، ۶۸۰۶ بې سرپرسته ښځې، ۳۱۷۶ تنه په سرطاني ناروغیو اخته،۱۴۷۰۰۰۰ د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د دغو سازمانونو په وینا، د دې زلزلې تر ټولو لوی لګښت د ښځو په مشرۍ پر کاروبارونو شوی دی.

د دغو سازمانونو د شمېرو له مخې، د اکټوبر د ۷مه، ١١مې او ١٥مې نېټې په زلزله کې له ١٥٠٠ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ٢٦٠٠ نور ټپيان شوي او د دغه ولايت د زيانمنو شويو برخو د بيارغونې لپاره ٤٠٢،٩ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم د هرات د زلزلې د ویجاړونکو پایلو په اړه یو راپور خپور کړی او ټینګار یې کړی چې ښځې او ماشومان د دغې طبیعي پېښې تر ټولو زیات زیانمن شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا افغانستان په اسیا کې د میندو لپاره تر ټولو ګواښوونکی هېواد بلل شوی، چې تل په دغه هېواد کې روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي، د روغتیايي پرسونل او درملو د کمښت په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق یو راپور خپور کړی و چې په کې ویل شوي وو، چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله شاوخوا ۷۵۰۰ امیندواره ښځې اغیزمنې شوې دي.