د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې له زرګونو سوداګرو ښځو سره مرسته کړې او زیاته کړې یې ده چې دا کار به د هغوی د ځواکمنتیا د یوې دورې لامل شي.

‏UNDP د چهارشنبه د کب دوهمه نیټه په ایکس پاڼی کې یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کاني ویګناراجا او د دې سازمان د اسیا او ارام سمندر د دفتر د پراختیایی برنامې مسوول په افغانستان کې ښځینه متشبثې سره وکتل.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې له زرګونو ښځینه متشبثینو سره مرسته کړې، چې په پایله کې یې زیاتې ښځې په کار وګماري او د هغوی لپاره د ځواکمنتیا او فرصت یوه دوره رامنځته کړي.

د دې سازمان په وینا،اغلې ویګناراجا له دوی سره د هغو ننګونو په اړه خبرې کړې چې د ښځو په مشرۍ دندې ورسره مخ دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په افغانستان کې د ۷۵ زره ښځینه متشبثینو د پیاوړتیا لپاره د یوې پروژې د پیل اعلان کړی و.

یوناما دې ته په اشارې سره چې د ښځو کار د افغانستان اقتصاد پیاوړی کوي، ټینګار وکړ چې د دې پروژو پلي کول د ښځو متشبثینو ته د سوداګرۍ اداره کولو توان ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو بنسټونو تل په هېواد کې د ښځو د پانګونې د ملاتړ، د سوداګرۍ د ملاتړ، ښوونې او روزنې او د کوچنیو پورونو د ورکولو په ګډون پروګرامونه په لاره اچولي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرامونو د افغان ښځو او نجونو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

فريبا يوه له هغو ښځو څخه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا يې مالي مرسته تر لاسه کړې، د دغه سازمان له خوا وويل چې د باميانو په يوه استوګنځي کې د لبنياتو د يوه کوچني دفتر په جوړولو سره د نورو ښځو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.