د ملګرو متلونو پراختیايي پرورګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک ویلي چې په هرات کې د خونړۍ زلزلې له امله د ځپل‌شویو د هر اړخیز لاسنیوي لپاره ۴۰۲،۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دغو سازمانونو پرون چهارشنبه د حوت ۳مه په یو راپور کې ویلي چې په هرات کې د سږنۍ زلزلې له امله ۲۱۷ میلیونه ډالره فزیکي او ۷۸،۹ میلیونه ډالره نور زیانونه اوښتي دي.  

په راپور کې ویل شوي چې اوسمهال د دغو زلزله‌ځپلو د هر اړخیز لاسنیوي لپاره ۴۰۲،۹ میلیونه ډالر پکار دي.  

د ملګرو متلونو پراختیايي پرورګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې هلته د نړېدلو کورونو د بیارغونې لپاره له ۴۱ سلنه غوښتل شوې بودیجې څخه ۱۶۴،۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

په هرات کې دې مرګونې زلزلې ۴۹ زره ۵۷۸ کورونه زیانمن کړي چې په هغې ۱۳ ۵۱۶ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي. پر دې سربېره ښوونیزو ځایونو هم زیان لیدلی او دا مهال ۱۸۰۰۰۰ زده‌کوونکي او ۴ زره ۳۹۰ ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د ویلو ده چې په هرات کې د اکتوبر د ۷، ۱۱ او ۱۵مې خونړیو زلزلو له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲۶ زرو نور ډېر ټپیان شول.