ژغورونکو د بولیوار ایالت په یوه ناقانونه کان کې د سرو زرو د یو کان د نړېدو وروسته د ۲۳ کسانو جسدونه را ایستلي دي.

د الجزیرې خبري اژانس نن پنجشنبه راپور ورکړ چې په مرکزي وینزویلا کې د سرو زرو په یوه غیر قانوني کان کې د ځمکې د دیوال د نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې لسګونه کسان په کان کې دننه په کار بوخت وو.

باید وویل شي، چې د «ورباز» د سرو زرو کان د بولیوار ایالت په ځنګلونو کې موقعیت لري او په دغه کان کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو کار کاوه.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د چورلکو په واسطه دغه ښار ته د لټون او ژغورنې ډلې استول شوې دي.

د وینزویلا مطبوعاتي رپوټونه وايي، چې د کان نړېدل د ځمکې د ښویېدو له امله رامنځ ته شوي، او دا لا څرګنده نه ده، چې څومره کسان تر خټو لاندې بند پاتې دي.

د یادولو ده چې د بولیوار ایالت چې د برازیل په پوله کې دی د سرو زرو، الماسو، اوسپنې، بوکسایټ او کولټن د بډایه زیرمو لپاره پیژندل کیږي.