د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړي، حسین‌بخش صفري وايي چې له یوې لنډې دمې وروسته به د مارچ میاشتې په اتمه نېټه له خپل اسراییلي سیال سره لوبه وکړي.

ښاغلي صفري پر خپله ټولنیزه پاڼه (ایکس) لیکلي چې د کډوالۍ له وجې یې خپلې سیالۍ ځنډېدلې خو د «ال اف ای» سازمان راتلونکو سیالیو ته به آماده شي.

هغه به په دې سیالۍ کې له خپل یو اسراییلي سیال سره مخ شي چې ټاکل شوې د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه نېټه د امریکا په سانتا کروز ښار وشي.

حسین بخش صفري د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې له خپلې مېرمنې او زوی سره امریکا ته کډوال شو او دا یې په کډوالۍ کې لومړۍ سیالي بلل کېږي.