د امریکا په نبراسکا ایالت کې د «اکواریوم» ژوبڼ مسوولینو ویلي چې د یوې تمساح له خېټې یې ۷۰ سکې را ایستلې دي.

د دغه ژوبڼ مسوولینو ویلي چې دا سکې د تمساح په ژوند کې له پېژندلو وروسته د حراجي عملیاتو په وسیله را ایستل شوي دي. 

د اکواریوم ژوبڼ مسوولینو همداراز ویلي چې دې تمساح دا سکې هغه مهال خوړلې چې سیلانیانو اوبو ته ور غورځولې وې.

د «یو اس ټو ډې» د راپور له مخې چې له جراحي عملیاتو وروسته د دې ۳۶ کلنې تمساح روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی او بېرته د اوسېدو ځای ته وړل شوې ده.

تمساح د حیواناتو له ډلې هغه خزنده دی چې د برانشي له لارې هم ساه اخیستی شي او د وچې پرځای په اوبو کې هم ژوند کولای شي.  

د ویلو ده چې تمساح د ځمکې او اوبو یو خورا ځواکمن خزنده بلل شوی دی.