د امریکا د هواپېژندنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو واورو له امله تر اوسه ۲۶ کسانو ژوند بایللی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله د واورې ښویېدنې او غرښویېدنې په پایله کې لسګونه کورونه نړېدلي دي. 

د هوا پېژندنې دې ادارې همداراز ویلي چې په نورستان کې د غر ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

اسلامي امارت تر اوسه د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولینو د روانې اوونۍ په پیل کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو خبرداری ورکړی و.

د ویلو ده چې سږنی ژمی په افغانستان کې تر دې دمه لږ اورښتونه شوي او د وچکالۍ وېره شته ده.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب کړی و چې د اقلیمي بدلون له ګواښوونکو پایلو سره مخ دي.