د ترکیې ساحلي ګارډ وایي، چې په «ازمیر» ښار کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۲ افغان کډوال نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا کډوال پرون سه‌شنبه د حوت لومړۍ نېټه د ازمیر ښار  په «دیکیلي» سیمه کې نیول شوي دي.

د ترکیې د ساحلي ګارډ د قوماندان په وینا چې دا غیرقانوني کډوال تر پېژندلو وروسته د ازمیر ښار بهرنیو اتباعو ته د بلنې مرکز ته معرفي شوي دي.

ترکي رسنیو تر دې وړاندې په «دیاربکر» ښار کې ۶۹ افغان کډوال د نیول کېدو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ترکیه، ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدل زیات شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې چې په تېرو دریو میاشتو کې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۵۰ کسان د «انساني قاچاق» په تړاو نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې هلته ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي چې ډېری یې له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي. 

ترکي چارواکو دا هم ویلي چې په ټول هېواد کې یې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

د رسمي شمېرو پر بنسټ چې دا مهال په ترکیه کې له ۳۰۰ زره ډېر افغان کډوال د ژوند شپې ورځې تېروي. ‎