د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د عومي منشي په کوربه‌توب د دوحې دویمه ناسته ناکامه بللې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، چې دا ادعا د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخاروا» په یو خبري کنفرانس کې کړې دي. 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي او د تماس د يوې کوچنۍ ډلې د رامنځته کولو په اړه د ملګرو ملتونو د پخواني اعلان شوي پلان په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

زاخاروا ویلي: “له بده مرغه، دا ډول مهم مسایل له مناسب وضاحت پرته په اجنډا کې ځای پر ځای شوي وو.” د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټینګار کړی چې د کابل او د سیمې د هیوادونو له ملاتړ پرته هر ډول اقدام «که په پخوانۍ یا نوې بڼه سره وي» له ناکامۍ سره مخ دي.

هغې دا هم ویلي چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې استازي د اسلامي امارت او حتا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته د لویدیځوالو له خوا غوره شوي دي.

د زاخاروا په وینا چې روسیې له اسلامي امارت سره د همغږۍ په توګه د مدني ټولنې له استازو سره له لیدو ډډه کړې او یو شمېر شریکانو یې هم دغه عمل تعقیب کړی دی.

تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې سفارت هم اعلان کړی و، چې روسیې د اسلامي امارت په غوښتنه د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره لیدل رد کړي وو.