افغانستان نن ماښام د سریلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې نن چهارشنبه د کب دویمه نېټه د ماښام شپږ بجې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د روانې لوبلړۍ د وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سريلانکا افغانستان ته د روانې لوبلړۍ په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر اصغر افغان د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکت ملي لوبډلې په ورستیو ماتو خپګان ښودلو سره ویلي د دغه ماتو اصلي لامل په افغان لوبډله کې د ښه مدیریت نشتوالی دی.

د یادلو ده چې د سریلانکا لوبډلې په پرله‌پسې ډول له افغان لوبډلې څخه ټسټ، درې پنځوس اوریزې او دوه شل اوریزې لوبې ګټلي.