د استانبول پولیسو د چین استخباراتي شبکې ته د ایغوریانو د جاسوسۍ په تور د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. 

آنادولو خبري اژانس پرون سه‌شنبه د حوت لومړۍ نېټه راپور ورکړی چې دغو کسانو پر دې تور سربېره د ختیځ ترکستان اړوندو انجمنونو او سازمانونو ته هم جاسوسي کوله.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، چې دا شپږ کسان د استانبول د پولیسو لخوا نیول شوي او د یو بل کس د نیولو هڅې هم پیل شوې دي. 

د اټکل له مخې، دا مهال په ترکیه کې ۵۰ زره ایغور ژوند کوي، دا مذهبي لږکي په سین کیانګ ایالت کې د چین د حکومت لخوا د مذهبي افراطیت او آزادۍ غوښتلو په خاطر ځپل کېږي. 

د ویلو ده چې ترکیان له قومي، مذهبي او ژبني اړخه اویغوریانو ته نږدې دي او اویغوریان ډېری مسلمان او د ترکیې اتباع دي.