د شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ او د بلاول بوټو په مشرۍ د خلکو ګوند اعلان کړی چې د یو ایتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

د پاکستان ډان ورځپانې پرون سه‌شنبه د حوت ۲مه راپور ورکړی چې د پاکستان دوه ستر سیاسي ګوندونه د یو ایتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړه ترلاسه کړې ده.

د راپورونو له مخې، چې شهباز شریف د صدراعظم او آصف علي زرداري د پاکستان د راتلونکي ولسمشر لپاره نوماند شوي دي. 

د خلکو ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر، بلاول بوټو زرداري په خبري کنفرانس کې ویلي چې د ایتلافي حکومت جوړول او د واک وېش د اقتصادي ستونزو په ګډون د پاکستان کړکېچ ته رسېدنه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند هم اعلان کړی و چې په اسلام، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د دولت جوړولو په فکر کې دي.

د ویلو ده چې د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې مسلم لیګ ګوند ۷۹ او د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې وې.