یو روسي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په افغانستان کې له کثافاتو څخه د برښنا د تولید لپاره د خپل شرکت چمتووالی اعلان کړ.

د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه څرګندونې د دغه وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور له یو شمېر روسي پانګوالو سره په کتنه کې شوې دي.

د يادونې ده، چې په دې غونډه کې روسي پانګوالو په افغانستان کې له کثافاتو څخه د ١٥٠ ميګاواټه برښنا د توليد او د زياتېدونکي کثافاتو د ستونزې د حل په موخه د پانګونې لپاره چمتووالى اعلان کړ.

په داسې حال کې چې روسي پانګوال د زابل له لارې د برښنا د تولید لپاره افغانستان ته راغلي، دوی اعلان وکړ چې افغانستان د برښنا اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برښنا شرکت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا بیه د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

په همدې حال کې افغانستان ته د وارداتي برښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه راځي.