د ا.ا د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، افغانستان د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۷.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات درلودل.

دغه ادارې پرون دوشنبه د سلواغې ۳۰مه اعلان وکړ چې د هېواد ډیری صادراتي توکي د کال په لومړیو دریو ربعو کې پاکستان ته تللي.

د ا.ا د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره ټینګار کوي، چې د ارقامو له راټولولو، یووالي او تحلیل وروسته به د صادراتو ارزښت ۱ میلیارد ۳۵۵ میلیونه ډالرو او د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده ۲۲۸ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي د ٦٨٩ ميليونه ٩٠٠ زره ډالرو په ارزښت پاکستان ته تللي، ورپسې هند د ٤٦٣ ميليونو ډالرو په ارزښت او متحده عربي اماراتو د ۳۲ میلیون او ۳۰۰ زره ډالره په ارزښت دوی په دوهم او دریم ځای کې دي.

د احصایې او اطلاعاتو وزارت د معلوماتو له مخې، وچه مېوه د هېواد په صادراتي توکو کې تر ټولو لویه برخه لري، چې ارزښت یې ۳۴۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

همدارنګه د درملو بوټي، منرالونه او تازه میوې په دوهم، دریم او څلورم ځای کې دي.

  بايد يادونه وشي، چې هېواد ته تر ټولو ډېر واردات نفتي توکي، لبنيات، ماشينري، ترانسپورتي وسايط، پرزې، ټوکر، فلزات او فلزات دي، چې ډېرى يې له ايران، پاکستان او چين څخه واردېږي.

په همدې حال کې د ١٤٠١ کال په لومړيو دريو ربعو کې د هېواد د صادراتو ارزښت يو مليارد ٣٧٥ مليونو ډالرو او د وارداتو ارزښت ٥ مليارډو ١٢٤ ميليونه ٩٠٠ زرو امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.