افغانستان نن ماښام د سریلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې نن دوشنبه د سلواغې ۳۰مه د ماښام شپږ بجې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د روانې لوبلړۍ په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ سریلانکا ته بایلوده.

له دې سره د کرکټ د ملي لوبډلې توپوهونکي رحمن‌الله ګربز په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي د تېرو ماتو په خاطر لوبغاړي خواشیني دي، خو د راتلونکو لوبو د ګټلو لپاره خپله هڅه به کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ‌اچووونکي راشد خان او مجیب الرحمن د ورپېښو ژوبلتیاوو له امله له سریلانکا سره په تېرو او راتلونکو لوبو کې ګډون نه دی کړی.

د یادولو ده چې د افغانستان وروستۍ شل اووریزه لوبه به چهارشنبه ترسره کېږي.