د ریل پټلۍ ملي اداره وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.  

دې ادارې نن سه‌شنبه د سلواغې ۲۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې ۹۱ زره ۵۹۳ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

د اعلامیې له مخې چې د حیرتان بندر له لارې ۷۱ زره ۵۰ ټنه، د اقینې له لارې ۱۱ زره ۴۶۳ ټڼه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۰ زره ۸۰ ټنه نفتي او غیرنفتي توکي لېږد رالېږد شوي دي.  

د دې ادارې د مسوولینو په وینا چې چې په دې انتقالات کې ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې یاده اداره د سوداګرو لپاره په لېږد رالېږد کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې کوي.

د ریل پټلۍ ادارې تر دې وړاندې د ریل پټلیو له لارې د ۷۹ زره ۸۳۴ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکړی و.