د تخار سیمه‌ییزو سرچینو د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ د شپږو غړو د مړهکېدو خبر ورکړی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغه پېښه د يکشنبه د سلواغې ٢٢مه، د دغه ولايت د تالقانو ښار د مکتب زرد په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ګاز نیونې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شول.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه ښځه، درې ماشومان او دوه نارينه وژل شوي او د يو بل ماشوم روغتيايي حالت په روغتون کې دى.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول تخار ولايت کې ورته پېښې رامنځته شوې چې قربانيان يې ورکړي دي.

باید وویل شي، چې هر کال د سړې موسم په رانږدې کېدو او د مایع ګازو په کارولو کې د کورنیو بې‌احتیاطي دا ډول پېښې زیاتېږي.