د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبرداری ورکړی چې سږ کال ښایي ۵۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.

اوچا پرون دوشنبه د سلواغې ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د بې ځایه شویو له پلوه په جنوبي اسیا کې لومړی او په نړۍ کې دویم ځای لري.

د دې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۴۸۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي چې په هغې کې ۹۸ سلنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دا هم ویلي چې اوسمهال ۶،۳ میلیونه افغانان له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي، چې ډیریو یې یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښي دي.

له بلې خوا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د بهیر له پیل راهیسې په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د OCHA په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سازمان به د اوبو، روغتیا ساتنې، ساتنې، خوراکي خوندیتوب او کرنې، ښوونې او روزنې، تغذيې او سرپناه په ګډون د مرستو له لارې په افغانستان کې له زیانمنو شویو ټولنو سره حیاتي مرستې وکړي.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او مرستندویه موسسو تل د دوی د اړتیاوو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.