امریکایي چارواکي وايي چې د نیویارک په میترو تمځای کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د فرانسې خبري آژانس پرون دوشنبه د فبروي ۱۲مه راپور ورکړی چې دا ډزې د «برانکس» سیمې په میترو تمځای کې شوې دي او پنځو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نیویارک د پولیسو قوماندان، مایکل کمپر ټینګار کړی، چې دا ډزې تصادفي نه ښکاري او دی باوري دی چې دا پېښه د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د پولیسو د دې چارواکي په وینا چې په پېښه کې یو ۳۴ کلن سړی وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.  

تر اوسه د دې ډزو په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د ډزو له امله لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.  

د شمېرو له مخې چې په امریکا کې هره ورځ ۱۱۸ کسان د وسله‌وال تاوتریخوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.