د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په سمنګان کې سیمه‌ییز خبریال، سیف الله کریمي له دوو ورځو بند تېرولو وروسته خوشی شوی دی.  

دې ادارې تېره شپه ویلي چې په سمنګان کې د پژواک خبري آژانس خبریال، سیف الله کریمي د یاد ولایت د والي په امر نیول شوی و، اوس تازه له بندخونې خوشی شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریال له خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي: “د والي په شخصي بندخونه کې د دې خبریال توقیف غیرقانوني اقدام دی او چارواکي باید دې موضوع په جدي توګه وڅېړي.”

د افغانستان د خبریالانو مرکز دوې ورځې وړاندې ویلي وو چې د پژواک خبریال، سیف الله کریمي په سمنګان ولایت کې نیول شوی دی.

دې ادارې د سیف الله کریمي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان نیول شوي وو.