د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ساینس ته د افغان ښځو او نجونو پر بشپړ او مساوي لاسرسي ټینګار کړی دی.

اوچا یکشنبه د سلواغې ۲۱مه ادارې د اېکس په ټولنیز پاڼه کې لیکلي چې ساینس، ټکنالوژۍ او نوښت ته د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي لاسرسی نه یوازې د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې بلکې د پرمختګ په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې د پوهنې په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا به د افغانستان راتلونکی روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یونسکو یا د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې د فبرورۍ ۱۱مه د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې او دا ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي چې ا.ا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان د حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته له ابتدايي درجې څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.