په رفح ښار د اسراییلو د بریدونو له پیل سره هممهاله په «خان یونس» سیمه کې د یوولسو اسراییلي پوځیانو د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د فلسطین سما خبري آژانس نن دوشنبه د فبروي ۱۲مه راپور ورکړی چې دا پوځیان د حماس په یو کمین کې وژل شوي دي. خو اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي چارواکو د فلسطین په رفح ښار د بریدونو د پيل خبر ورکړی دی.  

بلخوا د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییلو د نویو بریدونو له امله له ۱۰۰ ډېر ملکي فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.  

د راپورونو له مخې چې اسراییلي ځواکونو تر اوسه پر رفح ښار په ۴۰ هوايي بریدونو کې د استوګنې کورونه او جوماتونه په نښه شوي دي.

رفح یو ګڼ‌مېشته ښار او اوسمهال د فلسطینیانو لپاره خوندي ښار بلل کېږي او پر دې ښار د اسراییلو د بریدونو پیل پراخ نړیوال غبرګونونه هم پارولي دي.

د امریکا ولسمشر، جو بایډن پر رفح ښار د اسراییلو په بریدونو کې نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې په دې ښار کې دې د غیرنظامیانو ژوند ته جدي پاملرنه وشي.