د امریکا د دفاع وزیر «لویډ آستن» په ‘پروستات کې د سرطان ناروغۍ’ له امله یو ځل بیا روغتون ته وړل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند «پت ریدر» ویلي چې لویډ آستن په مثانه کې د یوې ستونزې د رامنځته کېدو له امله د واشنګټن ډي سي روغتون ته رسول شوی دی.

ښاغلي ریدر دا هم ویلي چې د دفاع وزیر به د درملنې پر وخت خپلې رسمي چارې هم پر مخ وړي.

د امریکا د دفاع وزیر، لویډ آستن په اړه د ډسمبر په میاشت کې ویل شوي وو چې نوموړی د پروستات په سرطان اخته دی، خو هغه د تشخیص دا پایلې پټې ساتلې وې.  

پر لویډ آستن نیوکې شوې وې چې ولې دا معلومات آن له ولسمشر جو بایډن سره هم نه وو شریک کړي.  

بلخوا د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې د امریکا د دفاع وزیر به د روانې میاشتې په ۲۹ مه په دې کانګرس ته خپل وضاحت وړاندې کړي.  

رسنیو د امریکا دفاع وزارت کې د سرچینو په حواله دا هم ویل شوي چې د لویډ آستن د پروستات دا ستونزه جدي ده او ښايي درملنه یې اوږد وخت ونیسي.