د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش یا (سیګار) په خپل نوي راپور کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر اوچا له قوله یې خپور کړی، ویلي چې افغان نجونې او ښځې له کم عمره ودونو، کورني تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخ دي.

دغه بنسټ تېره پنجشنبه (د فبرورۍ ۸) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ا.ا له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه په منظمه توګه سرغړونې د نړۍ په بل هیڅ ځای کې نه دي لیدل شوي.

سیګار د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې حواله ورکړې او لیکلي یې دي چې ۲۸،۷ سلنه نجونې په ۱۸ کلنۍ کې او ۹ سلنه نجونې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې په دغه هېواد کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره د اجباري او کم عمره ودونو شمېر هم زیات شوی دی.

دغو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د کم عمره ودونه د نجونو په ټولنه کې یو له لومړنیو ګواښونو څخه دی.

په افغانستان کې د ا.ا له راتګ وروسته د ښځو د ژوند په تړاو شاوخوا سل فرمانونه صادر شوي، چې له زده کړو او کار څخه د محرومیت ښکاره بېلګې دي.

له بلې خوا، د یوناما دفتر په خپل ۲۰۲۳ کال کې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دولتي ادارو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي لپاره د حساب ورکونې واک نشته.

د راپور له مخې، ۸۰ سلنه نجونې له منځني ښوونځي او شاوخوا سل زره نورې نجونې له پوهنتونونو بې برخې دي.

د دې محدودیتونو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پیژندلو مسله یو له مهمو موضوعاتو څخه دی چې اوس د نړیوالې ټولنې د بشري حقونو بنسټونو پام ځانته اړولی دی.