د قطر د فوټبال ملي لوبډله چې په نیمه پایلوبه کې یې ایران ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو جام سیالیو فاینل ته لاره پیدا کړه او په ورته وخت کې د اردن لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو د جام اتله شوه.

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د قطر او اردن ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو په پای لوبه کې د لوسیل په لوبغالي کې سره مخامخ شول.

د يادونې ده چې دغه فاينل لوبه د سلواغې ۲۱ مه د شنبې په ورځ د دوحې په لوسيل لوبغالي کې د څه باندې ۸۴ زرو نندارچيانو په شتون کې ترسره شوه.

له بلې خوا، دا په دې ټورنمنټ کې د قطر دوهم پرله پسې اتلولي ده او په دې لوبه کې اکرم عفیف درې ګولونه وکړل او د دې ټیم بریا یې ترلاسه کړه.

خو له دې بریا سره بیا هم اکرم عفیف چې د ښاغلي ګول په نوم پیژندل کیږي، د اسیا د ملتونو د جام غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

د یادولو وړ ده چې د قطر د فوټبال ملي لوبډلې په ترکیب کې مشال برشام، لوکاس میندس، علي مختار، طارق سلمان، محمد ود، حسن الحدوس (۵۳-عبدالعزیز حاتم)، احمد فتحي، جاسم ابوالسلام (۵۳-علي اسدالله)، یوسف عبدالرزاق (۶۳-اسماعیل)، محمد، معیز علي عبدالله او اکرم عفیف شامل دي.