د پاکستان پارلماني ټاکنې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر پنځو بجو په ټول هېواد کې وشوې، خو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې. پاکستاني رسنیو د ټاکنو د پایلو په اعلان کې دا ځنډ «‌بې‌ساری» بللی او په رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

 د پاکستان د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ۹۷ د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند ۶۶ او د بلاول بوټو زرداری په مشرۍ د خلکو ګوند د پارلمان ۵۱ څوکۍ ګټلې دي.

تر اوسه هم د دې هېواد د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې. بلخوا تحریک انصاف ګوند د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د نور ځنډ له امله په ټول پاکستان کې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی دی.

همداراز د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند په ورته اقداماتو کې د خلکو له ګوند سره په ګډه د ایتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړې ته نږدې شوي دي. 

د ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې دا بې‌ساري ځنډ پراخ غبرګونونه پارولي. د تحریک انصاف او مسلم لیګ ګوند په جلا جلا توګه په ټاکنو کې د بریا ادعاوې کړې، خو بهرنیو رسنیو بیا د پاکستان په ټاکنو کې د پوځ پر رول تمرکز کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې که څه هم د پاکستان پوځ په ټاکنو کې پراخ رول لوبوي، خو د پاکستان سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې عام خلک د پوځ سیاست ته چندانې ارزښت نه ورکوي.

بلخوا ډېر باورونه داسې هم شته چې په دې ټاکنو کې د مسلم لیګ ګوند د پوځ له ملاتړه برخمن دی، خو لومړنۍ پايلې ښيي چې د پوځ ملاتړي ګوند له تحريک انصاف څخه په لوی توپير وروسته پاتې دی او کارپوهان په دې اند دي چې دا پايلې پوځ ته يو څرګند پيغام دی.

نړیوالې رسنۍ، امریکا غږ د سیاسي کارپوه، حسن عسکر رضوی په حواله ویلي: “کومې رایې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماندانو ترلاسه کړې، د پاکستان پوځ ته دا پیغام ورکوي چې د دوی تګلارې عامو خلکو ته د منلو وړ نه دي.”

بله مسئله، چې د رسنیو پام ور اوښتی، هغه د ایتلافي حکومت جوړول دي، ځکه چې د پاکستان د ټاکنو له پایلو څخه د ترلاسه شویو شواهدو له مخې هیڅ ګوند ونه شو کړای چې د پنجشنبې په انتخاباتو کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي چې د حکومت جوړولو لپاره کافي وي. او همدا حقیقت د حکومت د جوړولو اساس دی چې په پایله کې به یې ایتلافي حکومت جوړېږي.