کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د سريلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ د دويمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورډ ویلي چې نن یکشنبه د سلواغې ۲۲مه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سريلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ د دويمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې له سیالې سریلانکا لوبډلې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۴۲ منډو په توپیر ماتې وخوړلې ده.

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۱۴۹ ناسوځېدلې او محمد نبي ۱۳۶ منډې وکړې، خو د سیالې لوبډلې هدف ته یې ځان ونه شو رسولی.

د محمد نبي او عظمت الله عمرزي ترمنځ د ۲۴۲ منډو ملګرتیا د شپږمې ویکټې لپاره د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو لوړه او په ټوله کې دویمه لوړه ملګرتیا شوه.

همداراز په دې لوبه کې د سریلانکا لپاره پیتوم نیسانکا ۲۱۰ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د افغانستان لپاره فرید احمد ملک ۲ او محمد نبي ۱ ویکټې ترلاسه کړې وې.