په بغلان کې سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سيمه کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه سړي خپله مېرمن د ډبرې په وسيله ووژله.

ویل کیږي چې دغه ځوانه ۳۵ کلنه وه او د خپل خاوند له خوا د یوې ډبرې د لګېدو له امله وژل شوې ده.

د بغلان مقاماتو ددغې پيښې د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې دغه تورن ددغه ولايت د مسوولینو له خوا له وژنې وروسته نيول شوى دى .

د دغه ولایت مسوولینو ویلي چې د دغې وژنې اصلي لامل کورنۍ تاوتریخوالی و.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول بغلان کې ورته پېښې رامنځته شوې او په ډېرو مواردو کې يې کورني تاوتريخوالي اصلي لامل بلل شوى دى.