په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله په خصوصي او دولتي سکتورونو کې د روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی هم اغېزمن شوی او خلک په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ناکافي خدمتونو او د ښځو او ماشومانو د مړینې د کچې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي. او دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د ښځو او ماشومانو وضعیت ته پام وکړي.

په ولایتونو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو نشتوالی او کمښت، اقتصادي ننګونې، د ا.ا له لوري د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه، د ښځو په منځ کې د خپګان زیاتیدل د دې لامل شوي چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شي.

له بلې خوا په روغتونونو کې د کافي روغتيايي اسانتياوو نشتوالى، د ښځينه متخصصو ډاکټرانو او با کيفيته کلينيکونو نشتوالى او د افغانستان په دوديزه ټولنه کې شته دودونه هم هغه ننګونې دي چې روغتيايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسى کموي.

٢٨ کلنه حميده وايي: ” په ډېرو ځايونو کې روغتون نشته، ډاکټر نشته او په لرو پرتو سيمو کې ناروغ روغتون ته تر رسېدو مخکې مري او په دولتي روغتونونو کې لا هم اسانتياوې نشته. ” خلکو ته وړيا درمل نه ورکول کېږي او په ډېرو روغتونونو کې مسلکي کارکوونکي نه شته او دا ټول د دې لامل کېږي چې ښځې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى ونه لري. “

یوې بلې ۳۶ کلنې مېرمنې حفیظې خامه پرېس ته وویل: ” په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده ځکه هغه ښځې چې په کلیو کې اوسېږي، خاوند یې اجازه نه ورکوي چې مېرمنې یې په روغتونونو کې ولادت وکړي او په دې اړه غور کوي.”

یو شمېر ښځې چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي د روغتیايي مرکزونو د لرې والي له امله روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې دي.

اندېشه کریمي چې د کابل ښار یوه ډاکټره ده، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي د ننګونو په اړه وايي: ” زموږ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې ښځې د ا.ا د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی لري. او دا د دې لامل شوی چې له بېلابېلو ولایتونو څخه ډېر ناروغان مرکز ته مراجعه وکړي. دغه مېرمنې وايي، چې موږ له شرعي محرم پرته روغتيايي مرکزونو ته د لاسرسي اجازه نه لرو، که څه هم زموږ په بد حالت کې وي.

اغلې کریمي وايي، په وروستیو کلونو کې د ښځو او ماشومانو د مړینې شمېره ځکه ډېره شوې چې د کورنیو له خوا روغتونونو او مرکزي روغتیايي مرکزونو ته نه لېږدول کېږي. په ځانګړې توګه امیندواره میرمنې د ټولنې ترټولو ځانګړې ډله ده چې باید ژر تر ژره روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ومومي، له بده مرغه دوی د ستونزو له امله ډاکټر ته نشي تلای.

هغه وايي: په روغتيايي مرکز کې يوه ښځه د سختې وينې بهېدنې له امله مړه شوه، ځکه چې په روغتيايي مرکز کې ښځينه ډاکټره نه وه. او لا هم د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي، د ډاکټرانو، نرسانو، قابله ګانو د نشتوالي او د ماشومانو او میندو لپاره د ځانګړې پاملرنې د نشتوالي له امله هر کال د میندو او ماشومانو مړینه زیاته شوې ده. “

د هغې په ​​وينا، له هرو سل زرو ميندو څخه ٦٢٠ ميندې مري. چې په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ویلي، چې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د روغتیا سکتور د ویجاړېدو په حال کې دی او دې وضعیت روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی سخت کړی دی.

په افغانستان کې د روغتیايي بودیجې کمښت د ۲۰۲۳ کال تر جولای پورې د ۳۲۵ روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوی، چې ۲.۵ میلیونه خلک یې په ځانګړې توګه ښځې اغېزمنې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ا.ا د عامې روغتیا وزارت د ښځینه ډاکټرانو لپاره د تخصصي ازموینو لړۍ لغوه کړې چې د ځوانو کارکوونکو د زیاتوالي مخه یې هم ونیوله.