پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رایې کارونې پر یو شمېر مرکزونو او ټاکنیز ټیمونو بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د پارلماني ټاکنو له پیل یو ساعت وروسته په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

د رسنیو په راپورونو کې د چارواکو په حواله تایید شوې چې د بلوچستان په کچ سیمه کې د رایې اچونې له مرکز بیرون د ټاکنیز ټیم درې ماموران په نښه شوي او په «تپي» سیمه کې د رایې اچونې یوه ماموره په نښه شوي دي.

تر اوسه د دې بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

بلخوا د بلوچستان په دانوک او آبسر سیمو کې هم د رایې کارونې پر مرکزونو د بریدونو خبر ورکړل شوی، خو د سرچینو په وینا چې هلته د رایې کارونې بهیر نه دی ځنډېدلی.

په پاکستان کې ټاکنې نن پنجشنبه د سهار په اتو بجو له سختو امنیتي تدابیرو سره پیل شوې دي.