داعش ډلې د پاکستان په بلوچستان کې د پرونیو چاودنو مسوولیت منلی. په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان دي.  

د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د اسفندیار خان کهر پر ټاکنیز دفتر او مولانا فضل الرحمن له ټاکنیز دفتر بېرون د پرونیو دوو چاودنو مسوولیت منلی دی.

جیو نیوز راپور ورکړی چې دې چاودنو ۲۶ کسان وژلي او ۵۰ نور یې ټپيان کړي دي.

دا چاودنې پرون چهارشنبه د پاکستان له عمومي ټاکنو یوه ورځ مخکې وشوې او هدف یې ټاکنیز دفترونه وو.

بلخوا په افغانستان کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دا چاودنې غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د ویلو ده چې د پاکستان عمومي ټاکنې نن پنجشنبه د فبروي ۸مه د سهار له اتو بجو پیل او د مازدیګر تر ۵ بجو به دوام وکړي. خو په پاکستان کې یو شمېر سرچینو تازه خبر ورکړی چې په ځینو سیمو کې لا هم د رایې کارونې مرکزونه تړلي دي.