پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد عمومي ټاکنې نن پنجشنبه د فبروري اتمه په ټول هېواد کې ترسره کېږي او له ۱۲۸ میلیونه ډېر خلک به د رایو صندوقونو ته لاړ شي.  

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې دا ټاکنې نن سهار له اتو بجو پیل او د مازدیګر تر ۵ بجو به پایته ورسېږي. 

جیونیوز راپور ورکړی چې پاکستاني رايه ورکوونکي به په ۹۰ زره ٦٧٥ مرکزونو کې د ۲۶۶ څوکیو لپاره د ۵ زره ۱۲۱ نوماندانو رایه وکاروي.

“د پاکستان خلک د دې هېواد عمومي او ایالتي ټاکنو لپاره تیار دي. خو دا ټاکنې داسې مهال کېږي چې پاکستان په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو زیاته ناامني تجربه کوي.”

د پاکستان ټول نفوس ۲۵۰ میلیونه کسانو ته رسېږي، خو د دې هېواد د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې چې په دې ټاکنو کې ۱۲۹ کسانو د رای کارونې لپاره نوملیکنه کړې او د ۸۵۹ ټاکنیزو څوکیو لپاره ۲۶۰ میلیونه رایې پاڼې چاپ شوي دي.

په دې ټاکنو کې د پاکستان درې هغه ګوندونه مخکښ بلل کېږي چې مشري یې نواز شریف، په زندان کې پروت عمران خان او بلاول بوټو کوي.