د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې په دوام افغان لوبډلې د کوربه سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړی او لا هم توپ‌وهنه دوام لري.

د افغانستان لخوا ابراهیم ځدراڼ د سریلانکا پر وړاندې روانه ټېسټ لوبه کې تر ټولو ښه توپوهنه وکړه، ۲۵۹ توپونه یې ولوبول او د ۱۲ څلوریزو پر مټ یې ۱۱۴ منډې جوړې کړې.

دا په ټېسټ کرکټ سیالیو کې د ابراهیم ځدران د لومړنۍ، خو د افغان لوبغاړو له لوري څلورمه سلیزه شمېرل کېږي.

اوسمهال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۱۷ منډو له ناصر جمال سره خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون یکشنبه د سلواغې ۱۵مه افغان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د ۵۰ اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو نوملړ اعلان کړ.

 کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي، چې په دې پنځلس کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمن‌الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې د افغانستان او سريلانکا ملي لوبډلو تر منځ د ۵۰ اوریزو یا ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۹مه نېټه ترسره شي.

د یادلو ده چې افغان لوبډله له سریلانکا سره د ټسټ لوبې سربېره ۳ یوورځنۍ او ۳ شل اووریزې لوبې هم لري او کرکټ بورډ لیکي چې د یادو لوبو لپاره به نوملړ ډېر ژر اعلان شي.