د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې په دوام کوربه سریلانکا له ملي لوبډلې ۲۴۱منډې مخکېوالی واخیست.

کرکټ بورډ نن یکشنبه د سلواغې ۱۵مه پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې سریلانکا په ۴۳۹ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د سریلانکا لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې او له افغانستان څخه یې د ۲۴۱ منډو مخکېوالی واخیست. د افغانستان په ګټه نوید ځدراڼ ۴، قیس احمد او نجات مسعود هر یوه دوه ویکټې واخیستې.

کرکټ بورډ تر دې وړاندې له سریلانکا سره د لومړنۍ ټسټ لوبې لپاره د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ او د مخکښو لوبغاړو پرته نوملړ اعلان کړی چې د مینوالو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په دې نوملړ کې د هېواد د کرکټ د ځینو مخکښو لوبغاړو لکه د راشد خان، عظمت عمرزی، رحمان‌الله ګربز،نوین الحق، محمد نبي او مجیب الرحمان نومونه نه شته چې د مینوالو لپاره خورا د حیرانۍ وو.

د یادلو ده چې افغان لوبډله له سریلانکا سره د ټسټ لوبې سربېره ۳ یوورځنۍ او ۳ شل اووریزې لوبې هم لري او کرکټ بورډ لیکي چې د یادو لوبو لپاره به نوملړ ډېر ژر اعلان شي.