د ا.ا د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې د داوطلبۍ په دیارلسمه دوره کې یې د پنجشیر د مرستیال والي له خوا استخراج شوي ۲۸۶۷ قیرات زمرد پلورلي دي.

دغې ادارې پرون چهارشنبه د سلواغې ١١مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه زمرد پر يوه ملي سوداګر د ٢٩٧ زره ډالرو په بيه پلورل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ليلام د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د سيمه‌ييزو ادارو د رييسانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولايت په رسمي تالار کې ترسره شو.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ديارلسو ليلامونو کې څلوېښت زره ٥٨٨ قيراط زمرد د درې مليونو ٣١٥ زره او٧٥٠ امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست د معلوماتو له مخې، دې رياست تر دې مخکې د هېواد پر سوداګرو د ٧٤٣٠ قيراطه پنجشېر زمرد په ټوليزه بيه په ١٤٢زره ډالرو پلورلي وو.

د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې د پنجشیر د زمردو په ټول پلور کې د ا.ا ونډه ۱۰ سلنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې صادرې شوې دي.

د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت د شمیرو له مخې په پنجشیر کې د زمرد ۷۵۰ کانونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۵۰۰ کانونه فعال دي.