د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې ملي لوبډله به سبا په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پنجشنبه د سلواغې ۱۲مه پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې ملي لوبډله به سبا جمعه د سهار ۹:۰۰ بجې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورد تر دې وړاندې ویلي و چې افغان لوبغاړو سریلانکا ته له رسېدو وروسته د چمتووالي تمرینات هم ترسره کړي دي.

 کرکټ بورډ تر دې وړاندې له سریلانکا سره د لومړنۍ ټسټ لوبې لپاره د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ او د مخکښو لوبغاړو پرته نوملړ اعلان کړی چې د مینوالو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په دې نوملړ کې د هېواد د کرکټ د ځینو مخکښو لوبغاړو لکه د راشد خان، عظمت عمرزی، رحمان‌الله ګربز،نوین الحق، محمد نبي او مجیب الرحمان نومونه نه شته چې د مینوالو لپاره خورا د حیرانۍ وو.

پر خواله رسنیو د کرکټ لوبې ډېریو لیدونکو د خپلو نظرو په شریکولو کې ویلي چې د لوبډلې نوملړ کې د تمې خلاف لوبغاړې ټاکل شوي دي.

د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د ملا له عملیات وروسته د درملنې په حال کې دی او په نوملړ کې یې نوم نه شته.

د یادلو ده چې افغان لوبډله له سریلانکا سره د ټسټ لوبې سربېره ۳ یوورځنۍ او ۳ شل اووریزې لوبې هم لري او کرکټ بورډ لیکي چې د یادو لوبو لپاره به نوملړ ډېر ژر اعلان شي.