د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ورېښمو لارې شرکت چمتو دی چې په افغانستان کې له اوبو او بادونو څخه د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) په اېکس شبکه کې خپره شوه، په افغانستان کې د برښنا د تولید لپاره د ورېښمو لارې شرکت د چمتووالي موضوع د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترمنځ په کتنه کې مطرح شوه.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د ورېښمو لارې شرکت مسوولینو له طبیعي سرچینو (اوبو او باد) څخه د برښنا د تولید او دغه راز د مایع ګازو او تېلو د واردولو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د افغانستان د صنایعو او دفاع وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د ورېښمو لارې د جوړولو د شرکت د چمتووالي هرکلی کوي او وايي چې دغه وزارت به له دوی سره په ټولو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

د یادولو ده چې د ورېښمو لارد ټولګټو شرکت دی چې د قزاقستان او افغان پانګوالو څخه جوړ دی.

د ورېښمو د لارې اقتصادي پراختیا شرکت د خپل تاسیس راهیسې په مختلفو برخو کې فعالیت کوي لکه د پیټرو کیمیکل محصولاتو، خوراکي توکو صنعت، د کور وسایلو، ساختماني موادو (سیمنټ، د بریښنایی وسایلو جوړول)، وچه میوه، غالۍ، د کرنیزو کیمیاوي تولیداتو او سوداګریزو برخو کې فعالیت کوي.