اداکارې پوجا بنرجي له خامه پرېس سره په مرکه کې د ا.ا تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

اغلې بنرجي په افغانستان کې (د طا لبانو څخه د تېښتې) په فلم کې یې د اداکارۍ لومړنۍ تجربه لري، په افغانستان کې د ښځو اوسني وضعیت ته په اشارې سره وویل: “وضعیت داسې دی چې که تاسو وغواړئ هم مرسته نشي کولی خو البته، موږ ټول باید د بدلون لپاره هڅه وکړو.”

Escape from Taliban د ۲۰۰۳ کال فلم دی چې اوجال چاټوپادهیا یې ډاریکټري کړې.

په دې فلم کې منیشا کویرالا، نواب شاه او علي خان کار کړی دی. د دې فلم لیکواله سوشمیتا بنرجي ده چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د طا لبانو له خوا ووژل شوه او دا فلم د نوموړې په همدې کتاب لیکل شوی دی.

د سوشمیتا بنرجي د «زین بنګالي کابلي والا» په نوم یادښت چې له ا.ا څخه د تېښتې په فلم کې جوړ شوی، د یوه افغان سړي سره د هغې واده او د ا.ا د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د هغې تجربې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) بیانوي.

په دې فلم کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ننګونې په ښه توګه منعکس شوي دي. هغه ننګونې چې په افغانستان کې یې د ا.ا له بیا راتګ سره د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېل اړخونه اغېزمن کړي دي.

د پوجا بنرجي په وینا، هغه درد چې جبري محرومیتونه د ښځو په وړاندې کوي، مونږ او هره ښځه دا درد احساسوي.

په دې مرکه کې هغه ټینګار وکړ چې “زه غواړم چې په افغانستان کې د ښځو ځواکمنتیا رامنځته شي.”