دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي، د افغانستان هوایي ځواکونو منسوبین د پرمختیا او خپلواکي په لور یوه بل لوی ګام اوچت کړل.

د هوایي ځواکونو منسوبین داځل د افغانستان هوایي قول اردو د الوتکو حفظ، مراقبت او ساتنې مسئولیت په هېواد کې میشت له بهرنیو ځواکونو څخه په غاړه واخیست.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (438th Air Expeditionary Wing) یا د امريکايي پوځ هغه قطعې چې په افغانستان کې د هوايي ځواک روزنه کوي، وایي چې د افغان هوایي ځواکونو د حفظ، مراقبت، او ساتنې مسئولیت وروسته له هغه افغان منسوبینو ته ورکړل شوي چې دوی د دغه دندې مسئولیت په غاړه اخیستنې لپاره غوښتنه وکړل.

د 438th Air Expeditionary Wing له خوا پ خپره شوي انځورونو کې لیدل کیږي چې د افغانستان هوایي قول اردو منسوبین په کامیابي سره د پرمختللې وسلو ځای پر ځای کوي او د قول اردو په الوکتو د ماموریت مخکې ازموینې ترسره کوي.

د 438th Air Expeditionary Wing په وینا، اوس مهال افغان هوایي ځواکونه له پرمختللې بمونو څخه هم کار واخلي چې په کې د جې بې یو ډوله رهبري شوي بمومنه هم شامل دي.

جنرال ډېل هیلېس د 440th Air Expeditionary Wi یوه مشاور وایي، د افغان هوایي ځواکونو له نوې سپارل شوي جنګي جټونو څخه لوی او مهم ګامونه واخلي او په وروستیو کې دوی د الوتکو حفظ، مراقبت، او ساتنې مسئولیت اخیستلو لپاره غوښتنې وکړل چې دغه ګام د بهرنیو سلاکارانو تر وړاندوینو مخکې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت څو میاشتې مخکې ویلي وو، چې  د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-29 ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې پیل شوي دي او AC-208 سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا حکومت په پام کې لري افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-60 یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

جنرال ووټل نږدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا د سنا  مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو په وړاندیز کې ۸۱۴،۵ میلیون ډالر بودجې شامل دې او په پام کې ده حکومت له دغو پیسو څخه افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هیلیکوپترونه، دیرش ایم دی ۵۳۰ ایف جنګي هیلیکوپترونه، پنځه اي سي ۲۰۸ الوتکي او شپږ اي ۲۹ جنګي الوتکي برابرې کړي.

(انځورونه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (438th Air Expeditionary Wing) یا د امريکايي پوځ هغه قطعې چې په افغانستان کې د هوايي ځواک روزنه کوي)

(انځورونه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (438th Air Expeditionary Wing) یا د امريکايي پوځ هغه قطعې چې په افغانستان کې د هوايي ځواک روزنه کوي)

(انځورونه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (438th Air Expeditionary Wing) یا د امريکايي پوځ هغه قطعې چې په افغانستان کې د هوايي ځواک روزنه کوي)