نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې د اېکس شبکې(پخوانی ټویټر) ارزښت د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۱ سلنه کم شوی دی.

د دې رسنۍ راپور څرګندوي چې د اېکس ټولنیزې شبکې وروستۍ ارزونه د دوشنبې په ورځ د پانګونې ډلې لخوا ترسره شوه.

د دې ارزونې پایلې (د پانګوونې ګروپ ارزونه) په ګوته کوي چې د اېکس ارزښت په ۲۰۲۲ کې د پیرودلو وروسته ۷۱ سلنه کم شوی.

امریکایی میلیاردر ایلون ماسک په ۲۰۲۲ کال کې د ټولنیزو رسنیو دغه لوی شرکت (پخوانی ټویټر) په ۴۴ میلیارده ډالرو وپلورل.

د نیویارک پوسټ په وینا، مخکې له دې چې د شرکت واک واخلي او نوم بدل کړي، ماسک په ټویټر باندې ژوره نیوکه کوله، استدلال یې کاوه چې ټویټر ډیموکراسۍ او تمدن ته ګواښ دی.

ماسک په اېکس کې د خپل مشرتابه په لومړیو میاشتو کې په زرګونو کارمندان له دندو ګوښه کړل، او د اعلان کونکو په وړاندې د هغه سختې پریکړې د خلکو د قهر څپې سره مخ شوې.