د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د اسلامي امارت له جوړېدو مخکې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا د شویو جرمونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه سازمان پرون (چهارشنبه ډسمبر ۶) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په افغانستان کې د خپلو څېړنو د پرمختګ په اړه روڼ راپور ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دا څرګندونې د جرمونو د نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې په ترڅ کې کړې دي. دا فورم د ډسمبر په ۴مه پیل شو او د همدې میاشتې تر 14 پورې به په نیویارک کې دوام وکړي.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز رییس «سمرتی سنګ» هم د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې هېوادونو د غړو کلنۍ غونډې ته وویل: “د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په اړه د دوی لخوا د اوږدې مودې تحقیقاتو کې د پام وړ پرمختګ غوښتنه کوي.”

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د نړيوالو قوانينو له مخې د ترسره‌شويو جرمونو د معافيت فرهنګ له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې عام دى. اوس چې تېر کال د تحقیقاتو د بیا پرانیستلو په اړه د جرمونو له نړیوالې محکمې پریکړې د دې جرمونو زرګونو قربانیانو ته عدالت، حقیقت او جبران ته د لاسرسي حقیقي هیله ورکړې، د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوالۍ دفتر باید د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې ثابت قدم وي.

د بښنې نړیوال سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د روم د اساسي قانون له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تړاو د اغېزمنو څېړنو لپاره لازمې سرچینې برابرې کړي.

په دغو جرمونو کې هغه قضيې شاملې دي چې د افغان حکومت او يا نورو ځواکونو له خوا د ښځو او نجونو، هزاره ګانو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو مخکې د جګړې پر مهال ترسره شوي دي.

په همدې حال کې په نيويارک کې د نړيوالې جنايي محکمې د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې په سيمه‌ييزو او نړيوالو برخو کې د جنډر د توپيري چلند او د دې پديدې د جرم په توګه د پيژندلو په اړه بحثونه زيات شوي دي.