3219464 21.10.2017 Участники XIX Всемирного фестиваля молодежи и студентов в Сочи. Евгений Биятов / РИА Новости

روسیه د ځوانانو لپاره د نړیوال فیستوال (World Festival of Youth) د پرانیستې کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي او ټاکل شوې چې دا فیستوال د ۲۰۲۴ کال له لومړۍ تر ۱۷مې نېټې په «سیریوس» کې پرانیستل شي. 

په افغانستان کې د روسیې سفیر «دیمتري ژیرنوف» نن پنجشنبه له خامه پرس سره په مرکه کې ویلي چې دا نړیوال فیستوال د یوې بامفهومه او ښې محتوا لرونکی دی چې پکې د HEPA لیکچرونه، خبرې اترې، نندارتونونه، کلتوري فعالیتونه، سپورت سیالۍ، ګډ تمرینونه، سیاحتي سفرونه، هنري فعالیتونه، مرکې، کنسرټونه، او ساینسي او ښوونیز لیکچرونه شامل دي.

د هغه په ​​وينا، دغه فيسټيوال لا هم د سيمو، اتحاديو، موسسو، پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د مرکزونو د برياليتوبونو د ښودلو يو فرصت دى، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې شل زره محصلينو په شتون سره به په روسيه کې ترسره شي.

ښاغلي ژيرنوف دا هم ویلي چې په دې پروګرام کې به له اتلس کلنۍ کم‌عمره لس زره روسي اتباع او په همدومره شمېر بهرنيان ګډون وکړي.

“په فیستیوال کې د ګډون لپاره د غوښتنو منل د ۲۰۲۳ د جون په ۲۴مه پیل شوي.”

د فیستوال اصلي کارونه به د ۲۰۲۴ د مارچ له لومړۍ تر ۷مې پورې په «سیریوس» فدرالي سیمه کې وشي او د هغې په څارلو به سیمه‌ییزه خپرونه د ۲۰۲۳ د مارچ له ۱۰ مې تر ۱۷مې پیل او تطبیق شي.

ویل کېږي چې بهرني ګډونوال به د روسیې له 30 ښارونو څخه لیدنه وکړي او د سفیر په وینا، ټول میلمانه به د دغه هیواد لرغونې سیمې وویني او همداراز به د روسیې د کلتوري او ملي تنوع په اړه زده‌کړه وکړي.

ښاغلي ژرنوف د دغه فيستوال د ټوليز هدف په اړه ویلي: “د یاد فیستوال پروګرام د نړيوالو انساني ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی. موږ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ځوانانو ته بلنه ورکوو چې د دوی په اړه په ګډه فکر وکړي او د راتلونکي نړۍ د جوړولو څرنګوالي په اړه نظرونه تبادله کړي.

هغه همداراز ویلي چې په دې کې نه یوازې بحثونه او لیکچرونه شامل دي، بلکې د نندارتونونو، کلتوري تبادلو، سپورت سیالیو او ګډې روزنې، رضاکارانه فعالیتونو او د روسیې د تاریخي ځایونو لیدلو لپاره د ګډ سفر پروګرام هم شامل دی.