د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۴۰ میلیونه کرون مرسته کړې ده.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ د لینډۍ ۱۶مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ایسلنډ له افغانستان سره د څه باندې ۴۰ میلیونه کرون مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا OCHA هم ویلي، چې د دې مرستو ترڅنګ ایسلنډ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۷۵ میلیونه کرون مرسته کړې ده.

پرون اروپايي ټولنې هم اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له ملاتړ صندوق (یونېسف) سره یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.