د اسلامي امارت د معادن او پترولیم وزارت د مسوولینو اعلان کړی، چې د داوطلبۍ په اووه پړاوونو کې یې د دوه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر له شل قیراطه زیات زمرد پلورلي دي.

د اسلامي امارت د پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د پنجشنبه د لیندۍ ۱۶مه په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د پنجشیر زمرد دغه اندازه په اووه پړاونو کې پلورل کیږي.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په پنجشېر کې د ٤٠٠ ټنو د استخراج جوازونه ورکړل شوي او شاوخوا لس زره ټنه د دغه وزارت په کانونو کې کار کوي.

په همدې حال کې د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۰ کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي، چې په تېر یوه کال کې د ۱۰۸ کانونو قراردادونه شوي دي.

تر دې مخکې د شپږم ځل لپاره د ۱۹۸۴۰۰ ډالرو په ارزښت د پنجشېر ۳۶۴۰ قیراط زمرد د لیلام له لارې پلورل شوی و.

همدارنګه په دغه ولایت کې د اسلامي امارت چارواکو ادعا کړې چې د پنجشیر زمرد له پلور څخه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ د لیلام له لارې د سرپرست حکومت خزانې ته رسیدلي دي.

د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې ۵۰۰ یې فعال دي