د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې په کور دننه له شپږ میلیون ډېرو بېځایه‌شویو ترڅنګ له پاکستانه تازه راستانه‌شوي کډوال له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.

دې ادارې نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۴مه په ایکس پاڼه له پاکستانه د تازه راستنو شویو کډوالو د ناڅرګندې راتلونکې خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: هغوی (کډوال) چې د استوګنې لپاره خوندي ځای نه لري، نه پوهېږي چې روان به څرنګه تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د ۱،۷ میلیونه «غیرقانوني» کډوالو د ایستلو پرېکړې کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د کډوالو او بشري حقونو ملاتړو ادارو په روان ژمي کې له پاکستانه د راستنېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تازه له پاکستانه غوښتي چې په روان ژمي کې د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

د ویلو ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې له پاکستانه ۴۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.