اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوه کلنه موده کې د افغانستان له ګاونډیانو سره د اړیکو له پراخیدو سره سره نه دی توانیدلی چې سیمه‌ییز او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

 چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره په خپلو خبرو کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د سفیرانو د تبادلې پولې ته رسېدلی، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو له مخې به د اسلامي امارت نظام تر هغه چې اړین اصلاحات په کې شامل نه وي، نه پیژندل کیږي.

چین لومړنی هېواد و چې له اسلامي امارت سره یې د سوداګریزو تعاملاتو له کچې پورته شو او د روان کال په وږي میاشت کې یې د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ. اسلامي امارت له خپلې واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه سفیر باورلیک ومانه او په کابل کې یې د ولسمشر په رتبه هغه ته تسلیم کړ، چې غبرګونونه یې درلودل.

کارپوهانو د چین دا اقدام زړور وباله او ویې ویل چې دغه هېواد هڅه کوي په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام په رسمیت وپيژني. خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت نظام له اوسني جوړښت سره د منلو وړ نه دی.

د هغه په ​​وینا:”افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ونه ایستل شي او همدا راز یې ټینګار وکړ چې “موږ هیله لرو چې افغانستان [طالبان] د نړیوالې ټولنې هیلو ته زیاته پاملرنه وکړي او یو ټول‌شموله او خلاص سیاسي نظام رامنځته کړي.”

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له اسلامي امارت غوښتي چې په خپل کورني او بهرني سیاست کې دې ثابت او اعتدال ولري او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې پریکنده عمل وکړي.

یوازې چین نه دی چې د اسلامي امارت له جوړښت څخه راضي نه دی؛ د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو هم له اسلامي امارت څخه په ښکاره ډول خپلې هیلې څرګندې کړې دي، چې په هغو کې د یوه ټول‌شموله حکومت جوړول،بشري حقونو ته درناوی، په ځانګړې توګه پر ښځو د لګول شویو بندیزونو لغوه کول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او پرېکنده چلند شامل دي.”

خو اسلامي امارت کله ناکله د نړیوالې ټولنې دغه تمې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او په وار وار یې ادعا کړې چې د دوی نظام هر اړخیز دی او بشري حقونه یې د شریعت له مخې مراعات شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام غوښتنې ته دوام ورکوي، خو د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوغلو د راپور له مخې، د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې افغانستان به په نړیواله ټولنه کې مدغم نه شي. ټولنه پرته له دې چې نړیوالو تړونونو ته درناوی وکړي، د بشري حقونو درناوی وکړي، او په بشپړه توګه غیرقانوني وي.